Banner

غزل: حميده پکتيانۍ

24.08.2010 11:00

زه لکه د پرخې پر ګل ژوند کوم
چا راسره څه کار دی خپل ژوند کوم
ډېر عمر مې بې له تا تېر کړی دی
ډېر عمر نه وروسته اول ژوند کوم
وتې د حالاتـــــــو له مېــــــچن يـــــــــمه
اوس هم لا د ژرندې پر پل ژوند کوم
غاړې مې دې دين په دنيا بندې وي
بې که ستا له ياده کوم بل ژوند کوم
ښه يم، د پښو ګرد يم، بده نه يمه
بس لکه لېمو کې کجل ژوند کوم
ځانته ګوزاره پکتيانۍ نه کيږي
ځمه له اشنا سره مل ژوند کوم.

حميده پکتيانۍ
٢٠١٠-٠٨-١٨

اسدالله خاطر 26.08.2010 12:26

په قلم او ګوتو دواړو مو برکت شه...ډیر ښکلی غزل

په همدې ډګر کې درته د زیاتو بریاو غوښتونکئ یم

دا بیت یې زما دیر خوښ شو...ډیر څه په کې پراته دي

ښه یم، د پښو ګرد یم، بده نه یمه
بس لکه لیمو کې کجل ژوند کوم

په درنښت

صمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــدى 25.08.2010 04:32

ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلامـــــــــــــــــــــــــــونه
ډيره په زړه پورې غزل دې ليکلې ده خداى پاک دې وکړې چې هميشه دې قلم همداسى زرينې کرښې وليکې او دې نورو شعرونو په انتظار به دې يو خو دا آخرې يو دوه بيتونه يې ډيره خايسته دې
ځــــــــــــانــــــــــــته ګــــــــــــــــــــوزاره پکــــتـــــــــــــيانۍ نــــــــــــه کيــــــــــــــږې
ځـــــــــــــــــــمه له اشـــــــــــــــــــناســــــــــــــــــــره مـــــــــــــــــل ژوندکــــــــــــــــــــوم

ډيره مزه کوې دا دوه بيتونه
دې الله نه درته ښه وخت غوښتونکې يم

والســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلام

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.